امريکه کښي د پاکستان سفير مسعود خان وائي چې پاک امريکه تعلقات به مختلف شعبو کښې نور هم مستحکم کيږي، مونږه سرمايه کارۍ او تجارتي تعاون باندې خصوصي توجه ورکړيده.
پاکستاني سفير مسعود خان واشنګټن کښې يونيورسټۍ کلب ته خطاب کړے ،د يونيورسټۍ کلب شرکاؤ ته وئيلي دي چې په پاکستان اعتماد اوکړۍ او سرمايه کارۍ اوکړۍ مسعود خان ووئيل چې مونږ ته د اولس ترمينځه رابطي او اقتصادي تعاون ته وده ورکول پکار دي،بله دا چې د شراکت دارۍ په عمل کښي د خبرو اترو سلسله جاري ساتل پکار دي مسعود خان وينا وه چې ايس آئي ايف سي په ذريعه پاکستان کښي د سرمايه کارۍ صلاحيت موجود دے،ټولې زړې مسلې د خبرو اترو دلارې هوارول پکار دي