بنګله دېش کې سبا عام انتخابات ترسره کيدونکي دې ، عام انتخاباتو کښي یو ځل بیا د وزيراعظم حسینه واجد د اکثریت ميلاويد امکان دې،عام انتخاباتو کښې د امن و امان صورتحال برقرار ساتلو لپاره فوځ تعينات کړي شويدے،سرښار ډهاکا کښي بکتر بند ګاډي ځائي پر ځائي کړې شوې ،بلخوا بنګله ديش نيشنلسټ پارټي (بي اين پي) انتخاباتو نه د بائيکاټ اعلان کړيدے.
تفصيلاتو ترمخه بنګله ديش کښې به سبا عام انتخاباتو لپاره خلک خپل ووت اچوي عام انتخاباتو کښي نيشنل پارټۍ اؤ نورو مخالفو جماعتونو بائيکاټ کړېدے عام انتخاباتو لپاره فوج تعينات کړې شوې، سرښار بشمول اهم مرکزونو کښي فوځ اضافي نفري تعينات کړي شويدے د ميډيا رپورټونو ترمخه اپوزيشن نه بغير د شيخ حسينه واجد د پنځم ځل لپاره د وزير اعظمې منتخب کيدو دپاره منصوبه بندي شروع کړيده د بنګله ديش اوولس کروړ خلک به سبا نوي حکومت لپاره ووټ کاسټ کوي
بنګله ديش پارليمنټ په درې نيم سو ممبران باندي مشتمل دې کوم کښي چې درې سوه ممبران د ووټ په ذريعه منتخب کيږي باقي پنځوس نشستونه زنانو لپاره مختص دې