سابقه وفاقي وزير مراد سعيد ، سابقه ايم پي اے ميا شرافت علي، سابقه ايم اين اے سليم الرحمان او د تحريک انصاف ډويژنل صدر فضل حکيم کاغذات نامزدګي مسترد کړې شوي دي، مراد سعيد او فضل حکيم د حلقه اين اے فور لپاره کاغذونه جمع کړي وو، ميا شرافت علي د پي کے تهري لپاره او سليم الرحمان اين اے ټو او اين اے تهري لپاره کاغذونه جمع کړي وو
د اليکشن کميشن ذرائع مطابق مراد سعيد چي د تحريک انصاف د کور کميټئي ممبر وو او سابقه وفاقي وزير وو د هغه کاغذات نامزدګي مسترد کړې شوي ، مراد سعيد د اين اے فور او اين اے تهري لپاره کاغذونه جمع کړي وو۔ ذرائع وائي چي مراد سعيد مجرم اشتهاري ګرځولې شوې او په هغه وجه ئي کاغذونه مسترد شوي دي، د اين اے تهري لپاره لا د مراد سعيد آرډر نه دے جاري کړې شوې ۔ دغه رنګ د سابقه ايم پي اے ميا شرافت علي کاغذونه هم د پي کے تهري لپاره مسترد کړې شوي دي، د تحريک انصاف ډويژنل صدر فضل حکيم کاغذونه د اين اے فور لپاره او د سابقه ايم اين اے سليم الرحمان کاغذونه د اين اے تهري لپاره مسترد کړې شوي دي، ذرائع وائي چي د تحريک انصاف په دي مشرانو مختلف مقدمات درج دي ځکه ئي کاغذونه مسترد شوي دي.