د پيښور هائيکورټ چيف جسټس محمدابراهيم خان وئيلي دي چې ټرانسپرنسي انټرنيشنل رپورټ حقيقت سره هيڅ تعلق نيشته ,که چرته عدليه کې کرپشن وي,نو ټرانسپرنسي انټرنيشنل دې ,د دې نشاندهي اوکړي, ګني د ادارې خلاف به کاروائي اوکړے شي.
پيښور هائيکورټ کې د ټرانسپرنسي انټرنيشنل رپورټ خلاف دائر کيس سماعت په وخت چيف جسټس محمدابراهيم خان اووئيل ,چې په رپورټ کې وئيلي شوي چې د پوليس نه پس عدليه په دويم نمبرکرپټ ده،
هغوي زياته کړه, که چرته په عدليه کې کرپشن وي, نو ټرانسپرنسي انټرنيشنل دې نشاندهي اوکړي, چې هغوي پري ايکشن واخلي, که چرته داسي نه وي ,نو د عدليه بدنامولو هڅه کولو باندې به ايکشن اخستلے کيږي،
چيف جسټس د ټرانسپرنسي انټرنيشنل نه د کرپشن ثبوت غوښتے ,د اداري ممبر او وکيلان عدالت ته وړاندي شوي،ممبر ايمنسټي انټرنيشنل وينا وه چې هغوي رپورټ عوامي سروے باندي مرتب کوي،عوامي سروے کې د پوليس نه پس عدليه کرپټ ترين ګرځولے شوي،
ممبر وينا وه چې رپورټ پيښور هائيکورټ کې جمع کړے شوے دے .هغه دي اولوستلے،دې سره پيښور هائيکورټ د کيس نور سماعت د جنورۍ پنځلسمې نيټي پورې ځنډولے دے.