باجوړ کښې د کاغذاتو نامزدګي سلسله روانه ده ،او د مختلف جماعتونو اميدوار د قافلو په شکل کښي د ريټرننګ افسرانو دفتر ته راځي ،او خپل کاغذونه جمع کوي. د اليکشن کميشن لخوا د کاغذونو جمع کولو تاريخ کښي هم توسيع شوے ده.
ضلع باجوړ کښي د اميدوارانو لخوا د عام انتخاب لپاره د کاغذونو جمع کولو سلسله روانه ده ،او د اليکشن کميشن لخوا د کاغذونه جمع کولو تاريخ کښي هم توسيع شويده. دمختلف سياسي ګوندونو اميدواران او آزاد اميدواران خپل کاغذونه د ريټرننګ افسرانو سره جمع کوي. د سياسي جماعتونو کانديدان د قافلو په شکل کښي دريټرننګ افسرانو سره خپل کاغذونه جمع کړل . بلخوا دغه اميدوارانو کښي هيڅ يوې زنانه تردے وخت پورے خپل کاغذونه نه دي جمع کړي. د باجوړ اليکشن کميشن افسر ذولفي عدنان اوئيل چي کوم کس باندي ايف ائي ار وي، هغه اليکشن کښي برخه اغيستے شي، ترڅو چي په هغه مجرم نوي ثابت شوے.