د شمالي وزیرستان اتمانزئ جرګې د حکومت له خوا د مطالباتو نه منلو په تور د احتجاج په توګه د ضلعې ټولې داخلي او خارجي لارې تړلي دی.
اتمانزئ مشرانو بکاخېل، رزمک، شيواه او غلام خان کې په سړکونو رکاوټونه ودروالی او دا شان د هر قسمه ټريفک لپاره یې ټولې لویې او وړې لارې تړلي دی. د لارو بندېدو له امله د پاک افغان ټرانزیټ ټريډ په کډون هر قسمه ټريفک مکمل معطل دې. د سړکونو بندش له وجې مسافر او په خصوصي توګه مریضان د سختو مشکلاتو سره مخامخ دي. اتمانزئ مشران دريځ لري چې حکومت ورسره کړي لوظونه سر ته ونه رسول ځکه د سړکونو په بندولو مجبوره شويدي. ياده دې وي چې اتمانزو مشرانو اووه میاشتی وړاندې د رزمک نه په شمالي وزیرستان کې د امن قیام او نورو مسلو هوارولو مقصد لپاره جرګه پيل کړی کومه چې لا دوام لري.