د چئيرمين پي ټي آئي وکيل لطيف کهوسه وئيلي چې چئيرمين پي ټي آئي د مائنس ون خبرونو ترديد کړې، وئيلي دي چې څوک چې د پارټۍ چئيرمين دې هغه به د پارټۍ چئيرمين وي.
پنډې کښې ميډيا سره خبرو دوران وکيل لطيف کهوسه وئيلي چې د پارټې چئيرمين به پخوانې وزيراعظم وي او انټرا پارټي اليکشن کښې به د پي ټي آئي موجوده چئيرمين اميدوار وي،
کهوسه زياته کړه چې چئيرمين پي ټي آئي سره مي يوه نيمه ګينټه خبرې اوکړې، شايد شيرافضل مروت يا علي ظفر ته غلط فهمي شوي وي.