پيښور هائيکورټ چيف جسټس وئيلي چې په پوليس کې بهرتياني په پيسو کيږي،ځما کور کې تعينات په پنځو کې څلور پوليس اهلکار په پيسو بهرتي شوي،پيښور هائيکورټ کې د ايس پي ټريننګ لخوا په ريټائرډ ايس ائي تشدد کيس سماعت شوے.
سماعت دوران چيف جسټس خپل ريمارکس کې وئيلي چې مسئله خپل مينځي راضامندۍ سره حل نه شوه نو بيا به عدالت خپله فيصله اوروي، د ايس پي وکيل عدالت ته وئيلي چې د ايس ائي لخوا ايف آئي آر بې بنياده دے،جواب کې ريټائرډ ايس ائي عدالت ته وئيلي چې ايس پي ټريننګ او نورو افسرانو کروړونو روپو غبن کړے،د کوم چې ماسره ثبوتونه هم موجود دي،او پوليس کې بهرتياني په پيسو کولې شي،
جواب کې چيف جسټس خپل ريمارکس کې وئيلي چې د پوليس دننه زياتره بهرتياني په پيسو کيږي،او ځما سره کور کې تعينات په پنځو پوليسو اهلکار کي څلور په پيسو تعينات شوي،
چيف جسټس وئيلي چې متاثره ايس ائي ته دې خپله حصه ورکړے شي،کوم چې د هټه حق کيږي،چيف جسټس وئيلي چي مسئله باهمي رضامندۍ سره حل نه شوه نو بيا به عدالت خپله فيصله اوروي.