خيبر پښتونخوا کې اولنے د نيشنل سيکورټي ورکشاپ اغاز شوے،چې به پکې د مختلف مکتبه فکر خلقو ګډون کړے دا ورکشاپ به دوه هفتې جاري وي.
د پاک فوج د سوري لاندې په خيبر پښتونخوا کې د سيکورټي حوالې سره په ملکي کچ د ورکشاپ تابيا شوي چې مقصد ئې د خيبر پښتونخوا کې د امن وامان حوالې سره مشورې او يقيني کولو باندې د پوهانو نظر اخستل دي،
په دوه هفتو مشتمل دغه ورکشاپ کې به د ملک د ګوډ ګوډ نه د مختلف مکتبه فکر خلق ګډون کوي او نني ورکشاپ کې کور کمانډر پيښور په اولنۍ ورځ شرکت کونکو سره ليده کاته کړي او د امن وامان حوالې سره ئې خبري هم شوي،
د ورکشاپ په تابيا د شرکاو وينا وه چې داسي قسمه ورکشاپونه د وخت مهم ضرورت دے.