د خیبرپختونخوا نګران وزیراعلی په کوهستان کښی جرګې د لاری جینی د قتل کولو پیښی نوټس اخیستی او ایډیشنل چیف سیکرټری هوم سره ئی رابطه کړيده.
د خیبرپختونخوا نګران وزیراعلی جسټس ریټائرډ ارشدحسین شاه په کوهستان کښی د جرګی په فیصله د قتل کړی شوی جینئ د قتل سخت نوټس اخیستی او ایډیشنل چیف سیکرټری هوم سره ئی رابطه کړی ،هغه حکم هدايت جارې کړي چی د کوهستان د پیښی انکوائری دی زر تر زره اوکړی شی او بیا دی وزیراعلی ته په سمدستی توګه رپورټ وړاندی کړی شی،نګران وزیراعلی د خیبرپختونخوا آئی جی ته هم حکم کړی، چی په واقعه کښی شامل ملزمان دی زر تر زره ګرفتار کړی شی او قانون ته دی حواله کړی شی،نګران وزیراعلی وئیلی چی چاته ته هم اجازت نیشته چی قانون په لاس کښی واخلی.