صوماليه کښي سيلاب تباهي خوره کړي، تر دي دمه سل نه سيوا کسان مړه شوي، په زرګونو ژوبل شوي، او، اووه لکه خلق بے کوره شويدے، د سيلاب نه په مجموعي توګه شل لکه پوري خلق متاثر شويدے،د سيلاب له وجي فصلونو او باغونو ته هم زيان اوړيدلے دے، د مقامي حکومت لخوا ريليف او بحالۍ اپريشن هم جاري دے.
غير ملکي ميډيا رپورټس مطابق د سوکړے يعني وچ کالۍ ورستو يو بل قدرتي افت د افريقي مختلف سيمي خپل ولقه کښي اخستي دي، صوماليه کښي راغلي سيلاب له وجي د ژوند نظام
ګډوډ شويدے،
رپورټس ترمخه صوماليه کښې سيلاب له وجي تر دي دمه د مړه شوي کسانو شميره سل نه اوړيدلي ده، دغه شان په زرګونو خلق ژوبل شويدي، اووه لکه نه سيوا بے کوره شويدي، په مجموعي توګه شل لکه خلق د سيلاب نه متاثره شويدي
د سيلاب له وجي څاروي هم مړه شويدي، زرعي زمکه، فصلونه او ميوو باغونه هم تباه شويدي، بلخوا د مقامي حکومت لخوا مختلف سيمو کښې د ريليف او بحالۍ اپريشن هم جاري دے.