پاکستان پيپلزپارټى چيئرمين بلاول بهټو زردارى يووارې بيا پاکستان مسلم ليګ ن ډله او زاړه سياستدانان په نښه کړى ، وئيلى ئې دى چې د بده مرغه ملک کښې سياسى اختلاف په دښمنۍ کښې بدل شوې او ټول نقصان ئې اولس ته رسى.
دير کښې اولسى جلسې ته د وينا په وخت بلاول بهټو زردارى په ن ليګ سخت ټکونه کړى او وئيلى ئې دى چې
مهنګائى ليګ خلقو ته د ګرانۍ او بې روزګارۍ نه علاوه هيڅ نه دى ورکړى
بلاول بهټو وئيلى چې ملک کښې ګرانى د حد نه زياته شوې ولې اسلام اباد کښې ناست واکمن د اولس د تکليف نه بېخى نابلده دى ، د نفرت او تقسيم سياست لوجې اولس ته زيان رسى
نوموړى يو وارې بيا پخوانې سياستدانان په نښه کړى او وئيلى ئې دى چې سياسى بابا ګانو د ملک سياست په ذاتى دښمنۍ کښې بدل کړې او د لاهور سياستدانان نه خپله پوهيږى او نه بل څوک کار ته پريږدى
بلاول بهټو وينا وه چې پاکستان پيپلزپارټى د اسټبلشمنټ لخوا سياست کښې د مداخلت بيان هر کلې کړې او وئيلى ئې دى چې ملک د بې روزګارۍ او غربت په رنګ معاملاتو نه ويستل د ټولو ذمه وارى ده
بلاول بهټو د پي ټې آئي په تير حکومت هم سخت ټکونه کړى او وئيلى ئې دى چې دغه ګوند هم اولس ته د ګرانۍ او تباهۍ نه علاوه هيڅ نه دى ورکړى او که چرې اولس پيپلزپارټۍ ته موقع ورکړه نو د پښتونخوا او پاکستان قسمت به بدل کړى
په دې موقع بلاول بهټو زردارى دير بالا کښې د پنځه سوه بيډونو هسپتال جوړولو اعلان اوکړو او دا ئې اووئيل چې حکومت کښې راتلو روستو به پيپلزپارټۍ د اتلسم ترميم لاندې په اين ايف سى ايوارډ عمل درامد کوى
بلاول بهټو زردارى زياته کړه چې هغه د پى ټى آئى يا ن ليګ سره ذاتى اختلاف نشته ځکه چې پيپلزپارټى سياسى ګوند دې کوم چې په مثبت سياست يقين لرى
بلاول بهټو زردارى خپله وينا کښې د دير بالا اولس مننه اوکړه او وې ويل چې د دير خلقو د هغه زړه ګټلې ،ايبټ اباد ، پېښوراو نوښار کښې هم ورکرکنونشن شوى خو د دير اولس وفادارۍ ته هغه سلام وړاندې کوى.