پاکستان سټاک ايکسچينج کښې پوره هفته مثبت رجحان ريکارډ شوے، پوره هفته کښې هنډرډ انډيکس کښې يوزر، شپږ سوه ، يو اويا پوائنټس اضافه شوې چې ورسره سټاک ايکسچينج کښې هنډرډ انډيکس اووه پنځوس زره درې شپيته باندې بند شوے
روپورټس مطابق بازار کښې په يوه هفته کښې درې ارب، اتيا کروړ شيئرز سوده شوې، د شيئر بازار هفته وار کاروبار ماليت يوسل اتلس ارب روپے نه زيات ريکارډ شوے، مارکيټ کيپټلائزيشن يوه هفته کښې درې سوه اته ويشت ارب روپے زيات شوے، د کاروباري هفتے په اختتام مارکيټ کيپټلائزيشن اته زره، دوه سوه يو اتيا ارب روپے دې.