د ګرانې ځپلې اولس لپاره د خوشحالې خبر، وفاقي حکومت د پيټروليم مصنوعاتو په نرخو کښې کمې اعلان کړې،د پيټرولو في ليټر قيمت کښې دوه روپې څلور پېسې او ډيزلو په نرخ کښې شپږ روپې اوو څلويښت پېسې کمي کړې شوې، خزانے وزارت د پيټرولو نرخونو کښې کمې نوټيفکيشن جاري کړې، د پيټرولو نوي نرخونه نن نه عملي کړې شوي.
د خزانے وزارت لطرفه جارې کړې شوې نوټيفکيشن ترمخه د پيټرولو قيمت کښې دوه روپې څلور پيسې في ليټر کمي کړې شوېده، چې ورسره د پيټرولو نوې نرخ دوه سوه يو اتيه روپې څلور ديرش پېسې ته رارسېدلې دې
د هائي اسپيډ ډيزلو په قيمت کښې في ليټر شپږ روپې اوو څلويښت پېسې کمې سره نوې قيمت دوه سوه شپږ نوي روپې يو اوويه پيسې مقرر کړې شوېدې
نوټيفکيشن مطابق لائټ ډيزلو په قيمت کښې نهه روپې يوه پيسه في ليټر کمي اعلان کړې شوېدې ولې د لائټ ډيزلو نوې قيمت يوسل اتيه روپې پينځه څلويښت پېسې مقرر کړې شوېدې، د خاورو تيلو قيمت شپږ روپې پينځه پيسې راکميدو سره نوې قيمت دوه سوه څلور روپې اته نوي پيسې مقرر کړې شوېدې، د پيټروليم مصنوعاتو نوي قيمتونه نن نه عملي کړې شويدي.