د مسلم ليګ نون صدر شهبازشريف وئيلي دي چې مونږ ملک ديواليه کيدو نه بچ کړيدې، رياست بچ کړې شو او سياست هم بچ کړې شو ولي دا وخت د ژړا فرياد نۀ دې بلکه د مخکښې تلو دې، په دې موقع لشکري رئيساني وئيلي دي چې د شهبازشريف لخوا ورته دعوت ورکول د اعزاز خبره ده ولې دې لړ کښې به سياسي فيصله ډير زر اوکړې شي.
کوئټه کښې مشترکه خبري کانفرنس ته سابق وزيراعظم شهبازشريف او نوابزاده لشکري رئيساني ملاقات کړې، په دې موقع شهبازشريف وئيلي دي چې بلوچستان يوشمير اکابرينو مسلم ليګ ن جائن کړې مونږ له به په شريکه د بلوچستان مسئلې ختموؤل وي او دا صوبه خوشحاله جوړول وي، مونږ له به شريکه معاشي، سياسي او معاشرتي مسائل حل کوؤل وي، نوازشريف صرف يو سياستدان نۀ بلکه يو مدبر انسان دې
شهبازشريف وئيلي دي چې تير پنځه اويا کاله کښې کوم مسائل جوړ شوې، ددې د حل کوؤلو لپاره به ټولو سټيک هولډرز له شريک کوششونه کوؤل وي
په دې موقع لشکري رئيساني اوئيل چې د شهبازشريف لخوا ورته دعوت ميلاويدل د خوشحالې خبره ده ولې مونږ به سياسي مستقبل په اړه راتلونکې څو ورځو کښې فيصله اوکړو
ددې وړاندې سراوان هاؤس کښې شهبازشريف د نوابزاده اسلم رئيساني او لشکري رئيساني سره ملاقات شوې چې پکښې سياسي صورتحال او عام انتخاباتو باندې د خيالاتو بدلون شوې وؤ.