د اسلام آباد هائيکورټ اهمه فيصله، سائفر کيس کي عدالت په جيل ټرائل باندي سټے ارډر جاري کړے، عدالت د کيس جيل ټرائل شپاړسم نومبر پوري ځنډولو حکم ورکړي، عدالت ويلي چي هغه کوم غير
معمولي حالات وو د کوم په وجه چي د کيس کارروائي جيل دننه کيږي.
اسلام آباد هائيکورټ کي د کيس سماعت جسټس مياګل حسن اورنګزيب او جسټس ثمن رفعت باندي مشتمل دوه کسيزه بينچ کړي، ججانو د چيرمين پي ټي ائي لخوا د جيل ټرائل خلاف دائر اپيل اوريدلي، چيرمين پي ټي ائي لخوا سلمان اکرم راجا او د حکومت لخوا اټارني جنرل دلائل ورکړي، روستو عدالت فيصله جاري کړي، فيصله کي ويلي شوي چي ټرائل کورټ دي جيل دننه سماعت اودروي، عدالت د کيس
نور سماعت تر شپاړسم نومبر پوري ملتوي کړي دي.