د پي سي بي مينجمنټ کميټې د پخوانې چيف سيلکټر انضمام الحق استعفې منظوره کړې، سرچينې وائي چې بي سي پي د بورډ خلاف بياناتو وروستو په فوري توګه د انضمام الحق استعفې منظوري ورکړې، د انضمام الحق خلاف شواهد راجمع کولې شي او هغه خلاف انکوائري هم جاري ده، انضمام الحق د يوې کمپنې سره شيئر هولډر معامله مخې ته راتلو وروستو استعفا ورکړې وه.
د پي سي بي ترجمان د مينجمنټ کميټې مشر ذکا اشرف لخوا د انضمام الحق استعفې منظورولو تصديق کړېدې، سرچينې وائي چې بورډ خلاف د انضمام الحق بيانات د هغه استعفې فوري قبولولو وجه جوړه شوېده
پي سي بي وائي چې انضمام الحق ټي وي پروګرامونو کښې د بورډ قوانينو خلاف خبرې کړيدي، بورډ به د انضمام الحق خلاف انکوائري جاري ساتي
څرګنده دې وي چې څو ورځې وړاندې د انضمام الحق يوې کمپنې سره د شيئر هولډر معامله مخې ته راتلو وروستو هغه د خپلې څوکې نه استعفا ورکړې وه#