نجکاري کميشن د قومي ائيرلائن مالي صورتحال متعلق اهم انکشافات کړي، رپورټ کښې وئيلي شويدي چې د پي آئي اے روزانه خساره پنځوست کروړ روپې ده، د قومي ائيرلائن ماهانه نقصان ديارلس ارب روپې ته رسيدلې،نجکاري کميشن رپورټ کښې واضحه کړې چې د پي آئي اے نجکاري کوؤل يواځنې آپشن پاتې دې۔
نجکاري کميشن لخوا جاري شوي رپورټ کښې وئيلي شويدي چې قومي ائيرلائن چلوؤلو لپاره سالانه يوسل شپږ پنځوست ارب روپې درکار دي، چې څومره زر کيدې شي نو ددې ادارې دې نجکاري اوکړے شي،موجوده وخت د پي آئي اے ټوټل خساره اووه سوه ديارلس ارب روپې ته رسيدلې ده۔
رپورټ کښې وئيلي شويدي چې قامي ائيرلائن سره موجوده وخت ټوټل څلور ديرش جهازونه دي چې پکښې پنځلس د الوتلو قابل نه دي، او نورلس آپريشنل الوتکې عموما د تکنيکي ستونزو سره مخ وي، چې څومره زر کيدې شي نو ددې ادارې نجکارې اوکړې شي۔
د پي آئي اے په ذمه د پاکستان سټيټ آئل اوويشت ارب،اووه شپيته کروړ روپۍ واجب الادا دي، پي آئي اے ته په فوري توګه دوه ارب روپې ادا کوؤل وي چې ورسره قومي ائيرلائن د تيل سپلائي په عارضي توګه بحال شي۔