د اسرائيل غزه کښې اووم اکتوبر نه روستو تراوسه پورې ټولو نه خطرناک حمله ،تير څليرشت ګهنټو دوران اسرائيلي بمبارۍ کښې څلور سوه نه سيوا فلسطيني شهيدان شوې،چې ورسره په مجموعي توګه دشهيدانو شميره څلور زره شپږ سوه يو پنځوس ته رسيدلې ،دغه رنګ داسرائيلي مړو تعداد هم څوارلس سوه نه اوړيدلې دے.
خبرې ادارې الجزيره مطابق تير شپه اسرائيل د غزه رهائشي علاقو کښې د پناه ګزينو کيمپ او د غزه الشفا او القدس
هسپتال سره نيزدې مقاماتو باندې بمباري کړېده
فلطسيني چارواکوويناه وه چې اووم اکتوبر نه تر اوسه پورې اسرائيل د صهيوني رياست رهائشي علاقې پنځويشت ځله په نښه کړې،اسرائيل د فلسطينيانو کورونه بغير د څه وارننګ په نښه کړيدي ،فلسطيني چارواکو وئيلي چې اسرائيل شل لاکه نه سيوا فلسطيني آبادي په نښه کړې
اقوام متحده وائي چې هسپتالونو کښې اکسيجن ختميدونکې دې د کوم لوجې چي د يو سل ديرش ماشومانو ژوند ته خطره جوړيدې شي ،کوم چې مختلف هسپتالونو په انکيو بيټرز کښې موجود دي
بلخوا چين دغزه جنګ بندۍ مطالبه کړې، وئيلي دي چې تشدد خاتمے لپاره به ممکن اقدامات کولي شي