امريکې وزير خارجه انټوني بلنکن اسرائيل ته په دوره تلې،او په تل ابيب کښې ئې اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو سره ملاقات کړې، په ملاقات کښې بلنکن وئيلي چې مونږ هم دلته وو چرته هم نه ځو، بلنکن زياته کړې چې د فلسطين مزاحمتي تنظيم حماس اوسنې کاروائې د داعش ياد تازه کړې.
د اسرائيل په دوره موجود امريکي وزيرخارجه انټوني بلنکن په تل ابيب کښې اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو سره ملاقات کړې، بلنکن وائي چې د فلسطين مزاحمتي تنظيم حماس اوسنۍ کاروائې د داعش ياد تازه کړې ، بلنکن اسرائيلي وزيراعظم ته وئيلي چې مونږ دلته وو او چرته هم نه ځو،
امريکې وزيرخارجه وئېلي چې امريکه اسرائيل سره په دې سخت وخت کښې ولاړه ده، او د اسرائيل دفاعي ضرورتونه دې ترلاسه کړې شي
په تل ابيب کښې اسرائيلي وزيراعظم او امريکي وزيرخارجه پريس کانفرنس هم کړې، کانفرنس کښې امريکي وزير خارجه وئيلي چې د اسرائيل او فلسطين تناؤ اودرولو لپاره د سيمې ملکونو نه امداد جاري دې، او حماس د غزه پټۍ فلسطينيانو د مفاد لپاره هر ګز کار نه کوي،
امريکي وزير خارجه زياته کړې چې حماس د غزه پټۍ وسائل يرغمال کړي، او اسرائيل کښې د هنګامي جنګي کابينه شروع کول ستائيو، چې ورسره د امريکې له طرفه نور امداد هم راروان دې، هغوي زياته کړې چې د اسرائيل په حملو کښې پنځه ويشت امريکي په حق رسېدلي،
بلخوا اسرائيلي وزيراعظم وئيلي چې حماس سره هم هغه کول پکار دي کوم چې داعش سره شوې وو، او وائي چې نن، سبا او هميشه اسرائيل سره اودرېدو لپاره د امريکې مننه کوو