د شهريار آفريدي په ګرفتارۍ توهين عدالت کيس سماعت شوے ،جسټس بابر ستار ډي سي اسلام آباد باندې د برهمۍ اظهار کړے،وائي چې ډي سي د خاندان او ملګرو په ذريعه د اپروچ کولو کوشش کوي،آيا يو بل شوکاز نوټس درته جاري کړم؟ ډي سي صيب تاسو اور سره لوبې کوۍ،اسلام آباد هائيکورټ د ډي سي اسلام آباد غير مشروط معافي مسترد کړه۔
اسلام آباد هائيکورټ کښې شهريار آفريدي په ګرفتارۍ ايم پي او جاري کولو په وخت اختياراتو نه تجاوز کولو خلاف توهين عدالت کيس سماعت شوے،د کيس سماعت جسټس بابر ستار کړے۔
ډي سي اسلام آباد عرفان ميمن،ايس ايس پي آپريشنز جميل ظفر پشمول پراسيکيوټر قيصر امام ايډووکيټ عدالت ته وړاندې شوي۔
ډپټي کمشنر اسلام آباد اختياراتو نه تجاوز کولو باندي عدالت نه غير مشروط معافي غوښتې ده،عدالت دغه معافي مسترد کړيده۔
جسټس بابر ستار ډي سي اسلام آباد باندې د برهمۍ اظهار کړے،ورته وئيلي دي چې تاسو د خاندان او ملګرو په ذريعه د اپروچ کولو کوشش کړے ،آيا يو بل شوکاز نوټس درته جاري کړم؟ ډي سي صيب تاسو اور سره لوبې کوۍ، ډي سي په عدالت کښې جواب ورکړے چې زۀ په قسم سره وايم چې ما اپروچ نه دے کړے۔