کينيډا کښي قتل شوي د خالصتان تحريک مشر هرديپ سنګهه نجر قتل کښي شپږ ملزمان شريک وو ، امريکائي ميډيا انکشاف کړے چي دهغه قتل کښي دوه ګاډي استعمال شوي وو او ډير په منظم انداز قتل شوے
د امريکي ميډيا رپورټ ترمخه هر ديپ سنګهه نجر قتل کښي دري نه بلکه شپږ ملزمان ککړ دي ، ملزمانو دوه ګاډي استعمال کړي وو ، د عيني شاهدينو او سي سي ټي وي د اطلاعاتو په بنياد تيار شوي رپورټ کښي دعوي شوي چي د قتل منصوبه په منظم انداز عملي شوي ۔
د رپورټ ترمخه ملزمانو پنځوس ډزي کړي وو ولي هر ديپ سنګهه په څلور ديرش ډزه لګيدلے وو ۔ د قتل واقعي پس دولسو نه شل منټه پس کيينډين جائے وقوعه ته رسيدلي وو ۔