پشاور: سفارتي سرچينو دامريکا غږ انګريزۍ څانګې ته وئيلي دي چې دافغانستان طالبانو وعده کړې ده چې دګاونډي پاکستان خلاف به دشدت خوښو دترهه ګرو حملو دمنصوبه بندۍ دهلو ځلو مخه نيسي.
ددغو خبرو نه خبر سرچينو وئيلي دي چې دغه باور دزيارت په ورځ په کابل کښې دپاکستان دلوړې کچې ديو وفد اؤ طالبانو دخارجه وزير اميرخان متقي ترمينځ په يو دوه اړخيزه ملاقات کښې ورکړے شوے دے.
دافغانستان لپاره دپاکستان خصوصي نمائنده اصف دراني دپاکستاني وفد مشري کړې ده، په دې وفد کښې دنورو ترڅنګ اعلي عسکري چارواکي هم شامل وؤ. دغه سفر په داسې حال کښې شوے دے چې په پاکستان کښې دسيکورټي فورسز خلاف په خونړو حملو کښې اضافه شوې ده.
دوحدت ورځپاڼې ديو رپورټ ترمخه پاکستاني ډلې افغان چارواکو ته وئيلي دي چي دټي ټي پي په بريدونو کښې په سوونو پاکستاني ځواکونه او منسوبين وژل کيږي او دوي په افغانستان کښې خوندي ځايونه لري،همدغه شان افغان چارواکو ته دا هم وئيل شويدي چې دوي دافغان خاورې ( دپاکستان خلاف) په استعماليدو اندېښنه لري.
کالعدم تحريک طالبان پاکستان دزياتره تشدد ذمه واري منلې ده، اسلام اباد دعوه لري چې دوه کاله وړاندې په کابل کښې دطالبانو اقتدار ته دراستنيدو وروسته په افغانستان کښې دپټو ټي ټي پي مشرانو او جنګياليو لخوا دپولې پورې غاړې حملو کښې شدت راغلے دے.
دتير کال دنومبر دمياشتې راهسې دپاکستان حکومت سره دجنګبندۍ دمعاهدې ختمولو وروسته ټي ټي پي خپلو جنګياليو ته په ټول پاکستان کښې په سيکورټي فورسز دحملو کولو حکم کړے ؤ دکوم وروسته چې په ترسره شوو ترهه ګرو حملو کښې دسلګونو په شمير کښې پاکستاني پوليس او دسيکورټي فورسز ځوانان وژل شويدي.
سرچينو امريکا غږ ته وئيلي دي چې دزيارت په ورځ په خبرو کښې زيات زور دټي ټي پي په معامله ؤ څوک چې دپاکستاني طالبانو په نوم هم پيژندل کيږي، افغانستان ته وئيل شويدي چې دټي ټي پي لخوا دپاکستان خلاف دافغان خاورې استعمال داسلام اباد لپاره يو سخت تشوېش پاتې شوے دے.
دوضاحت کولو نه بغير سرچينې وئيلي چې دکابل چارواکو دټي ټي پي دهلو ځلو دمخنيوي لپاره دکلکو اقداماتو پورته کولو باور ورکړے دے.
په غونډه کښې دا فيصله هم شوې ده چې دپاکستان او افغانستان ترمينځ په خواوشا ٢٦٠٠ کلو ميټره شريکه پوله به دامنيتي صورتحال په اړه باضابطه صلاح مشوره هم کولے شي.
په داسې حال کښې چې دپاکستان حکومت تر دې مهاله ددغو خبرو تفصيلات نۀ دي جاري کړي، دطالبانو دخارجه وزير دفتر دهغه په حواله وئيلي دي چې هغه ددواړو ملکونوترمينځ دداسې اولسي بيانونو جاري کولو نه دډډې کولو په ضرورت زور راوړے دے دکوم په سبب چې دوه اړخيزه بداعتمادي سيوا کيږي.
دطالبا نو مشر ډيپلوميټ وئيلي چې چاته به هم ددواړو ملکونو ترمينځ دتعلقاتو خرابولو اجازت ورنکړے شي.
طالبان دا تور ردوي چې ګنې هغوي چاته نورو ملکونو ته دخطر راولاړولو لپاره دافغانستان دخاورې داستعمالولو اجازت ورکوي.
پاکستاني چارواکو ددې نه وړاندې دعوه کړې ده چې هغوي دافغان چارواکو سره دهاغو مشکوکو افغان جنګياليو ويډيو ثبوت او مړي شريک کړيدي چې اوس اوس دلوړې سطحې په ترهه ګرو حملو کښې دټي ټي پي دجنګياليو سره شريک شويدي او پاکستاني سيکورټي فورسز وژلي دي.
امريکې ټي ټي پي دنړيوالو ترهه ګرو پخپل فهرست کښې شامله کړې ده.ددې ډلې قيادت دافغان طالبانو دګوشه نشين مشر ملا هبة الله اخندزاده سره دعامې وفادارۍ لوظ کړے، ټي ټي پي دپاکستان په سرحدي علاقو کښې په کال ٢٠٠٧م کښې راپورته شوې وه اؤ دامريکې په مشرۍ په افغانستان کښې دنيټو فوجيانو خلاف ئې دطالبانو سره څنګ په څنګ جنګ کړے دے.
دافغانستان لپاره دامريکې خصوصي نمائنده ټام ويسټ تيره هفته په واشنګټن کښې يو سيمينار ته دخطاب په وخت وئيلي وو چې ټي ټي پي هاغه ډله ده چې دسيمې استحکام ته ئې لويه خطره راولاړه کړې ده اؤ هغوي دپاکستان خلاف اوس اوس په حملو کښې ډيره اضافه راوستې ده.