پيښور ټاؤن تاڼي په حدودو کښي دپيشتخرې پوليسو او اشتهاري ملزمانو تر مينځه مقابله شوي چي په کښي يو اشتهاري ملزم مړ شوے او دوه تښتيدلي دي ولې د پوليسو څۀ قسمه ځاني زيان نۀ دے شوے۔
پوليس وينا مطابق واقعه ده تاؤن تانې حدودو کښي مخي ته راغلي چرته چې پشتخرې تاڼي پوليسو په خفيه اطلاع داشتهاري ملزمانو په ضد چاپه وهلې ووه۔
چاپې دوران دپوليسو او اشتهاري ملزمانو تر مينځه د ډذو تبادله شوي چې په جواب کښي پوليسو يو اشتهاري ملزم مر کړي او دوه په تيښته کښي کامياب شوي۔
دپوليسو وينا ده چې مقابله کښي ده دوئي څۀ قسمه ځاني زيان نۀ دے شوے او ده اشتهاري ملزم مړے پوسټ مارټم لپاره هسپتال ته وړلے شوے دے۔
پوليس وائي چې ملزم دپيښور شلو تاڼو ته په مختلفو کيسونو کښي مطلوب وو۔