پيښورکښې د ترهه ګرو خلاف سي ټي ډي کاميابه کاروائي کړې،چې پکښې پنځه شرخوښي وژلي شويدي، سي ټي ډي بيان ترمخه بډه بيره تهاڼې حدود کښې د کالعدم ټي ټي پي کمانډر تاج محمد عرف شينے د موجودګۍ په اطلاع آپريشن دوران پنځه ترهه ګر وژلي شوي او تاج محمد سره د نورو ملګرو تښتيدلې دې،وژلي شوي ترهه ګرو نه وسله او کارتوس برآمد شوي ۔
پيښور: د ترهه ګرۍ مخنيوي ادارې وئيلي دي چې سي ټي ډي ته اطلاع تر لاسه شوې وه چې د بډهه بيرې تهاڼې په علاقه جانے خوړ ميره باچا خيل کښې ترهه ګر موجود دي او ترهه ګرۍ لپاره منصوبه بندي کوي ۔
د اطلاع ميلاويدو ووستو سي ټي ډي انټيلي جنس بيسډ آپريشن کړے چې په نتيجه کښې ئې پنځه ترهه ګر خپل انجام ته رسولې شويدي ۔
د سي ټي ډي وينا مطابق تيراه ضلع خېبر سره تعلق لرونکي خطرناک کمانډر تاج محمد عرف شينے سره د دوه ملګرو په تيښته کښې کامياب شوې دې ۔
وژلي شوي ترهه ګرو د ولقې نه درې کلاشنکوف، دوه تمانچې، يو لاسي بم او شپږ ميګزين سره د کارتوس ترلاسه کړې شوي او نورې پلټنې جاري دي ۔

