د فتنۃ الخوارج (ټي ټي پي) لخوا د مړو د حرمت خبره راپورته کولو په ترڅ کښې دا سوال پورته کيږي چې نن د مړو د درناوي خبرې کوونکو ته د ژونديو انسانانو د ژوند او عزت خیال ولې نه ورځي؟ په جوماتونو، مزارونو، بازارونو او تعلیمي ادارو کښې د بے ګناه وګړو وینې تویوونکي په کوم اخلاقي جواز د انساني احترام درس ورکولې شي؟ د بے قصوره مسلمانانو وژل، سرونه پرې کول او د دې ظلم ویډیوګانې خپرول انسانیت نه بلکه ښکاره وحشت او بربریت دې ۔
د کالعدم ټي ټي پي لخوا د سرونو پرې کولو د ویډیوګانو مخ ته راوړلو ثبوتونه په ریکارډ موجود دي، او په شمالي وزیرستان کښې د ترهه ګرو په لاس د وژل شویو کسانو په سرونو د فټ بال لوبولو غوندې د انسانیت نه سېوا پېښو عکسونه هم راڅرګند شوي دي ۔
د داسې ظالمانه جرمونو حساب ورکولو نه بغېر د انساني حقونو او حرمت دعوېدار جوړېدل ښکاره منافقت دې، او یواځې د پروپیګنډې په ذریعه د ترهه ګرۍ د متاثرینو او د هغوي د خپلوانو زخمونه نۀ شي ډکېدلې ۔
په اسلام کښې چرته چې د مړي بے احترامي حرامه ګرځول شوې ده، هلته د بے ګناه انسان وژل هم لویه ګناه او لوئې جرم دې، د اسلامي تعلیماتو له مخې د ژوندي انسان او مړي دواړو احترام لازم دې، نو د مړو د درناوي په ترڅ کښې د ترهه ګرو په لویو جرمونو پرده نۀ شي اچول کېدې ۔
د بے ګناه خلقو قاتلان د ځان لپاره د احترام غوښتنه کوي، نو د مقتولینو د ژوند حق او د هغوي د کورنیو حقونه څنګه هېرولې کيدې شي؟
د پاکستان قام د ترهه ګرۍ د دې ناسور د ختمولو لپاره د خپلو وسله والو ځواکونو او امنیتي ادارو د هڅو پوره ملاتړ کوي، د اولس صفا دریځ دې چې د پاکستان پوځ او قانون نافذ کوونکې ادارې د کارروائۍ په مهال د دښمن سره هم د اسلامي لارښونو، انساني وقار او پیشه ورانه اصولو مطابق رویه کوي.
د قومي ادارو بې مثاله قربانۍ د کومې ترهګرې ډلې په بې بنیاده تورونو د شک لاندې راوستلو هڅه به هېڅکله ونه منل شي، د هرې پېښې د رښتیا پرېکړه به په مضبوطو او د تصدیق وړ ثبوتونو کېږي، نه چې د ترهګرو په جوړو شوو دعوو.
ناقانونه ټي ټي پي ته پکار ده چې لومړی د بې ګناه خلکو وینې تویول بند کړي، د تشدد لاره پرېږدي او د خپلو تېرو جرمونو حساب ورکړي، د پاکستان اولس، علماء او مشائخ د ترهګرۍ د بشپړ خاتمې او د وګړو د تحفظ لپاره د خپل پوځ او امنیتي ادارو اوږه په اوږه ولاړ دي، ځکه چې د مړو د احترام تش نعره د ژونديو انسانانو قاتلان د هغوي د جرمونو نه نۀ شي بري کولې ۔

