پنډۍ کښې د شخصي ټي وي چینل اینکر پرسن او د پروګرام کوربه ربیعه احسن مړی په خپل کور کښې موندل شوې، پولیس د پېښې تحقیقات پیل کړي، د ربیعه احسن خاوند پوليس ته خپل بيان کښې وئيلي چې غلطۍ سره وسله چليدلې او کورودانه ئې لګيدلې ، په دې موقع د ربيعه مور او خور هم کور کښې موجود وو ۔
پنډۍ: پوليس چارواکو وينا مطابق د پنډۍ کښې د اډياله روډ په ګلشن آباد سيمه کښې د نائنټي ټو نيوز چينل اينکر او پروګرام هوسټ رابعه احسن مړې د خپل کور کمرې نه ترلاسه شويدې ۔
سي پي او راولپنډې مشتاق سکهيرا وينا مطابق د رابعه احسن مړې د خپل کور بيډ روم نه ميلاؤ شوې ، او مقتوله مخامخ نه په ډز لګيدلې او د ګولۍ نښۀ پرې هم موجود وه ۔
هغه زياته کړې چې د مقتولې رابعه احسن د قتل الزام کښې د هغې خاوند نيولې شوې او هغۀ نه تفتيش هم شويدې ۔
پوليس مطابق د مقتولې خاوند وئيلي چې غلطۍ سره ترې ډز شوې، او کورودانه ئې په ګولۍ لګيدلې ده ، او په دې موقع د رابعه مور او خور هم کور کېښ موجود وو ۔

