پاکستان د معدني وسائلو نه ډک ملک دې، دې وسائلو نه فائدې پورته کولو او بهرملکي سرمايه کاري سيوا کولو لپاره اسلام آباد کښې په دولسم او دیارلسم نومبرپاکستان منرلز انویسټمنټ فورم کېږي، چې مقصد ئې دې وسائلو نه د مؤثر استفاده کولو، برآمدات زیاتولو او عالمي مارکیټونو ته د رسائۍ لپاره اقدامات کول دي ۔
اسلام آباد:تفصيلاتو مطابق پاکستان کښې د تانبې، سرو زرو، لیتهیم او نایابه زمکنی عناصرو پشمول د مهمو معدنياتو ډير زيات ذخائر موجود دي ۔
د دې وسائلو نه د مؤثر استفاده کولو، برآمدات زیاتولو او عالمي مارکیټونو ته د رسائۍ لپاره اقدامات روان دي ۔
دې لړ کښې په دولسم او ديارلسم نومبر اسلام آباد پاکستان منرلز انویسټمنټ فورم کيږې چې پکښې به عالمي سرمايه کاران د پاکستان د معدني صلاحیتونو نه خبرولې شي ۔
په فورم کښې به د نړۍ د مختلفو ملکونو د معدنياتو ماهرین او ملټي نېشنل کمپنو پوهان ګډون کوي ۔
وفاقي وزیر علي پروېز ملک وئيلي دي چې د پاکستان معدني وسائلو کښې سرمايه کاري د اقتصادي او صنعتي پرمختګ زيات امکانات لري ۔
د هغه وینا وه چې د معدني وسائلو مؤثر استفاده په ملک کښې د صنعتي پرمختګ او اقتصاد ودې مهمه ذریعه جوړېدې شي ۔

