د نيشنل انکيوبيشن سينټر اسلام آباد په نيکسس هال کښې شوې اورينټيشن دستوره کښې د کوهورټ شپږم هرکلې شوې، اتۀ سوه نه زيات درخواستونو کښې د سخت جاج نه پس شپږ ديرش سټارټ اَپس منتخب کړې شوي، دستوره کښې د خېبر نيټ ورک ايګزيکټيو ډائريکټر کيوان حامد راجه او د خودمختار ساوي صدرې مريم کيوان هم د ميلمنو په حيث ګډون کړېدې ۔
د نيشنل انکيوبيشن سينټر اسلام آباد په نيکسس هال کښې شوې اورينټيشن دستوره کښې د خېبر نيټ ورک ايګزيکټيو ډائريکټر کيوان حامد راجه او د خودمختار ساوي صدرې مريم کيوان هم ګډون کړې او ځوانانو سره ئې اهم ملاقاتونه هم کړي ۔

په دې موقع د سائبر وژن انټرنيشنل سي اي او مرتضیٰ زيدي ابتدائي وينا کړې ، د پي ټي ايم ايل سينيا اعجاز صنعتي شراکت دارۍ په اهميت رڼا اچولې، ولې پروګرام مينيجر کامران توفقي خان د دستورې جائزه وړاندې کړې وه ۔
دې نه پس د اين آئي سي ټيم خپل تعارف کړې او د کوهورټ باني غړو مختلف ډلو کښې په سټيج خپلې منصوبې او مسائل بيان کړي ، کوم چې هغوي حل کوي ۔
په دې موقع آن لائن شامل شوي مشرانو په لوئې سکرين خپل آئيډياز پيش کړې ،يو انټريکشن سيشن کښې دوي ته يوبل ، ميلمنو او اين آئي سي ټيم سره رابطې قائمولو موقع هم ميلاؤ شوې ۔

د دستورې مقصد صنعت او ستارټ اَپس ترمينځ تعاؤن، آئيډياز په عملي کاروبار کښې بدلولو او معاشرتي مسائلو حل په ذريعه د پاکستان ډيجيټل معيشت مضبوطول وو ،کوم به چې راتلونکي مياشتو کښې سټارټ اَپس ته مينټر شپ، ورک سپيس او سرمايه کارانو ته رسائي فراهم کوي ۔

