پاکستان ته سعودي عرب لخوا د درې ارب ډالر قرضه کښې توسيع شوې ده، د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب وئيلي دي چې د سعودي عرب سره د قرض رول اوور معامله شوې ده،د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو لوجې پاکستان ته د اندېښنې ضرورت نشته ۔
اسلام آباد: د خزانې وفاقي وزير محمد اورنګزېب وئيلي دي چې د سعودي عرب د خزانې وزير سره ئې ډېره ښۀ ناسته شوې ده، د پاکستان او سعودي عرب ترمينځ چې څنګه اړيکې دي، په هغې کښې پاکستان ته د اندېښنې هېڅ ضرورت نشته ۔
وفاقي وزير خزانه اووئيل چې سعودي عرب سره د درې ارب ډالر قرض رول اوور شوې دې او د قرض د بېرته ورکولو معامله مناسب وخت پورې ځنډول شوې ده ۔
هغه اووئيل چې دا مهال پاکستان ته د سعودي عرب د نورې مالي مرستې ضرورت نشته، ځکه چې د پاکستان سره د درې مياشتو د درآمداتو برابر امپورټ کور موجود دې ۔
محمد اورنګزېب اووئيل چې پاکستان به هر کال د يو نيم ارب يورو بانډز ادائيګي کوي او د حکومت هڅه دا ده چې د دغه ادائيګيو لپاره داسې انتظامات اوکړي چې په راتلونکي کښې له کومې ستونزې سره مخ نۀ شي ۔
خزانې وفاقي وزير مخکښې اووئيل چې د آئي اېم اېف اېګزېکټيو بورډ لخوا د پاکستان لپاره د پروګرام د راتلونکي قسط منظوري دسمبر مياشت کښې متوقع ده ۔

