وفاقي حکومت د آئين د آرټيکل دوه سوه ،دوه ديرش او دوه سوه،څلور ديرش لاندې خېبر پښتونخوا کښې ګورنر راج او ايمرجنسي لګولي ده، صدر آصف علي زرداري صوبه کښې د ايمرجنسي او ګورنر راج د نفاذ په حواله د وزيراعظم د ايډوائس منظوري ورکړې،او په دې حواله ئې په سمرۍ دستخط هم کړې،د وفاقي کابينې خصوصي اجلاس دوران خېبر پښتونخوا کښې ايمرجنسي د لګولو فيصله شوي وه ۔
اسلام آباد: خېبر پښتونخوا کښې د ايمرجنسي نفاذ په حواله صدارتي اعلاميه کښې وئيلي شوي چې صوبه کښې د ترهه ګرۍ پيښو کښې اضافې لوجې د اولس ژوند ته خطرې رامخې ته وې ۔
اعلاميې ترمخه په سرکاري تنصيباتو،قانون نافذ کونکي ادارو د ترهه ګرو حملې ډيرې شوې وې، اعلاميې ترمخه صوبائي حکومت ترهه ګري او لاقانونيت مخ نيوي کښې ناکامه شوي وو،د ګورنر په رپورټ کښې د صوبې آئيني نظام کښې د تعطل نشاندي شوي وه ۔
دې نه وړاندې د وزيراعظم شهبازشريف مشرۍ کښې د وفاقي کابينې اجلاس هم شوې، چې پکښې تيره ورځ ايوان صدر کښې د ايمرجنسي په اړه د فيصلې توثيق شوې وو ۔
اجلاس ته وينا کښې وزيراعظم شهباز شريف وئيلي چې د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کښې خېبر پښتونخوا اولس ډير نقصانات برداشت کړيدي،صوبائي حکومت امن بحالۍ په ځائې په اسلام آباد د ورتلو منصوبه لري ۔
وزيراعظم شهبازشريف اووئيل چې د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعماليدل قابل قبول نۀ دې ،افغان عبوري حکومت دې دغې خاورې نه ترهه ګري بند کړي ۔
بلخوا ګورنر خېبر پختونخوا فيصل کريم کنډي صوبه کښې د ايمرجنسي او ګورنر راج د نفاذ هرکلي کړې دې ۔
خپل پيغام کښې ګورنر وئيلي دي چې د صوبې د اولس لپاره امن ، خوشحالي او پرمختګ غواړو ،ګورنر فيصل کريم کنډي د امن و امان حالات پيدا کونکو خلاف د سختې کارروائۍ خبردارې ورکړېدے ۔
دې تر څنګ خېبر پښتونخوا کښې ايمرجنسي لګولو وروستو وړومبې انتظامي تبادله شوې، ډاکټر فخر عالم عرفان د صوبې نوي چيف سيکرټري تعينات کړي شوېدے ۔
ډاکټر فخر عالم د دوه ويشتم ګريډ افسر دے او دې تقررۍ نه مخکښې هغه د توانائۍ وزارت پاور ډويژن سيکرټري وو ۔
د خېبر پښتونخوا په زياتره سيمو کښې موبائل او انټرنيټ سروس معطل کړې شوېدے ۔
مردان،رستم،ملاکنډ،بټ خيله،باجوړ،کوز دير پشمول د صوبې نورو علاقو کښې د موبائل او انټرنيټ سروس د معطل کيدو اطلاعات ترلاسه شويدي ،موبائل او انټرنيټ سروس بنديدو لوجې اولس د مشکلاتو سره مخ شويدي ۔

