ټانک کښې د نامعلومو کسانو په ډزو د اليکشن کمېشن ډي جي شمشاد اختر شهيد شوې دې ، د اليکشن کمېشن ترجمان وئيلي چې د شمشاد اختر هېڅ دښمني نۀ وه او پېښه د ټارګټ کلنګ ده، بلخوا اليکشن کمېشن د سرکاري ملازمينو د تحفظ غوښتنه هم کړې ده ۔
د اليکشن کمېشن ترجمان ترمخه په ټانک کښې د نامعلومو کسانو په ډزو د اليکشن کميشن ډائريکټر جنرل شمشاد اختر شهيد شوې دې ۔
ترجمان وئيلي دي چې د شمشاد اختر هېڅ شخصي دښمني نۀ وه او پېښه سيمه کښې د ټارګټ کلنګ په نتيجه کښې مخې ته راغلې ده ۔
ترجمان شمشاد اختر يو ديانتداره شريف النفس او فرض شناس افسر بللې دې، چيف اليکشن کمشنر، د اليکشن کمېشن سېکرټري او ټولو ملازمينو د هغه په مړينه د افسوس څرګندونه کړې ده ۔
د اليکشن کمېشن ترجمان غوښتنه کړې چې سرکاري ملازمينو ته دې د ترهه ګرۍ د پېښو پرضد تحفظ ورکړې شي ۔

