وفاقي حکومت په خېبر پښتونخوا کښې ايمرجنسي لګولو باندې کړې او سبا به وفاقي کابینه په دې اړه منظوري ورکوي،ذرائع وائي چې دغه فيصله د صدر مملکت آصف زرداري او وزيراعظم شهباز شريف ترمينځ ملاقات کښې شوې، ذرائعو دا هم وئيلي چې د ايمرجنسي توثیق لپاره سبا اتوار په ورځ د وفاقي کابينې اجلاس هم رابللې شويدې ۔
اسلام آباد: سرچینو ترمخه ايوان صدر اسلام آباد کښې صدر م ملکت آصف زرداري سره د وزيراعظم شهبازشريف اهم ملاقات شوې ملاقات نه پس ايوان صدر نه جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي چې په دې موقع دواړو مشرانو ترمينځ د ملک او په خصوصي توګه د خېبرپښتونخوا امنيت په حواله غور شويدې ۔
بلخوا ذرائعو وئيلي دي چې صدر مملکت او وزيراعظم ترمينځ په خېبر پښتونخوا کښې د ايمرجنسي لګولو نفاذ باندې اتفاق شويدې ۔
خېبرپښتونخوا کښې د ايمرجنسي لګولو په اړه د وفاقي کابینې غونډه سبا سهر نهه نیمې بجې رابلل شوې ده، په غونډه کښې به د اېمرجنسي د نفاذ منظوري اخستې شي ۔
ملاقات کښې نائب وزیراعظم اسحاق ډار، د وزیراعظم سلاکار رانا ثناء الله، د داخله چارو وفاقي وزیر محسن نقوي، اټارني جنرل منصور عثمان اعوان، وزير قانون اعظم نذیر، شیري رحمان، سید نوید قمر، سينيټر سلیم مانډوي والا او ډاکټر عاصم ګډون کړېدې ۔
سرچینې وائي چې د خېبر پښتونخوا ګورنر فیصل کریم کنډي لخوا د صوبې د امن او امان او امنیتي صورتحال په اړه ليږلې شوې رپورټ جاج اخستو نهپ پس د ايمرجنسي فيصله شويده ۔

