خارجه دفتر وئيلي دي چې پاکستان دسعودي عرب د خودمختارۍ، علاقائي سلامتۍ او تحفظ ملاتړ کوي،دحرمين الشريفين تقدس په هر حال کښې يقيني جوړول پکار دي، پاکستان د مکه مشترکه دفاعي معاهدے لاندې سعودي عرب سره ولاړ دې،ترجمان دفترخارجه په ډاګه کړې چې د پاکستان په کوششونو د امريکې او ايران ترمينځ خبرې اترې روانې دي، ضرورت پيښيدو باندې پاکستان بيا هم د ثالثۍ لپاره تيار دې،او دا چې افغانستان نه خوريدونکې ترهه ګري ګاوندي ملکونو بالخصوص پاکستان لپاره سنګينه خطره ده ۔
اسلام آباد: هفته وار ميډيا بريفنګ دوران ترجمان خارجه دفتر اووئيل چې طيبه پاور ډسټري بيوشن سټيشن باندې حمله سنګين اشتعال انګيزي ده، وزيراعظم په سعودي عرب د حوثيانو حملو سختو ټکو کښې غندنه کړې، د حرمين شريفين تقدس تحفظ هر حال کښې يقيي جوړول پکار دي، پاکستان د سعودي عرب خودمختارۍ، علاقائي سلامتيا او تحفظ حمايت کوي ۔
ترجمان اووئيل چې امريکې او ايران ترمينځ په اووۀ نکات خبرې اترې روانې دي، دواړو ملکونو ترمينځ نيغ په نيغه رابطې د پاکستان ثالثۍ کوششونو نتيجه ده، اسلام آباد مفاهمتي ياد داشت مخکښې نه موجود دې، امريکې، ايران شخړې حل کښې پاکستان او نور اهم ملکوونو کردار موجود دې ۔
هغه اووئيل چې افغانستان نه خوريدونکې ترهه ګري پاکستان لپاره سنګينه خطره ده، ماسکو فارميټ اجلاس کښې افغانستان ته ترهه ګرۍ په خوريدو تحفظات پيش کړې شويدي ۔
د خارجه دفتر ترجمان ترمخه افغان طالبانو وفد د ماسکو فارميټ تير اعلاميه کښې د ترهه ګرۍ په اړه موقف برقرار ساتلو سره اتفاق نۀ دې کړې، پاکستان لپاره د افغانستان نه خوريدونکې ترهه ګري محض الفاظ نه بلکه قامي سلامتيا معامله ده ۔
ترجمان خارجه دفتر زياته کړې چې يو هم د بهارتي يکطرفه اقدام د جمو و کشمير متنازعه حيثيت نۀ شي بدلولې، بهارتي نقشه سازي د سلامتي کونسل قراردادونو خلاف ورزي ده ۔

