د عوامي نيشنل پارټۍ بهرنو چارو سيکريټري سردار حسين بابک وئيلي دي چې پي ټي آئي تير ديارلس کالو راهسې خېبر پښتونخوا کښې بغير د منصوبه بندۍ حکومت کوي، دوي سره نۀ ټيم موجود دې، نۀ د ترقۍ وژن لري او نۀ ئې څه منشور شته، ټوله صوبه د کهنډراتو نظارې وړاندې کوي، ځوانان هم بے روزګارۍ نه تنګ راغلي، سردار بابک دا هم وئيلي چې صوبه کښې کارخانې بندې دي، تاجران او سرمايه کار ذهني مريضان شوي، بائد عدالتونه د صوبه کښې د سرکاري وسائلو بے دريغه استعمال نوټس واخلي ۔
خپل يو بيان کښې سردار حسین بابک وئيلي چې پي ټي آئي د تيرو ديارلس کلونو راهسې په خېبر پښتونخوا کښې بې د منصوبه بندۍ حکومت کوي، د دوي وينا وه چې صوبائي حکومت نۀ واضحه ټيم لري، نۀ د پرمختګ وژن او نۀ داسې منشور چې د اولس ستونزې حل کړي ۔
سردار حسين بابک وئيلي چې د بدامنۍ، ترهه ګرۍ او خرابې واکمنۍ لوجې د خېبرپښتونخوا اولس تنګ شوېدې ، هغه وائي چې کارخانې بندې شوي، ځوانان د روزګار لپاره بهر ملکونو ته په تلو مجبوره شوي او د صوبې اقتصاد د ستونزو سره مخ شوېدې ۔
هغۀ زياته کړې چې د صوبې تمباکو کروندګر د ستونزو سره مخ دي او قيمتي معدنيات ئې هم خرڅ يا نيلام کړې شوي دي. نوموړي غوښتنه کړې چې د خېبرپښتونخوا د لوټ شوې دولت حساب دې اوشي او د صوبې د تباهۍ ذمه وار کسان دې قانون ته وړاندې کړې شي ۔
د اے اين پي خارجه چارو سيکرټري وئيلي چې پښتانه بايد د خپلو آئيني او بنيادي حقونو لپاره متحد شي، عوامي نېشنل پارټي به د امن او حقونو لپاره خپل کوشش جاري ساتي ۔

