پاکستان په مقامي توګه تيار شوې د فتح فور ګراؤنډ لانچډ کروز ميزائل توسيعي ورژن کاميابه تجربه کړېده، آئي ايس پي آر وئيلي چې فتح فور ميزائل د جديد ايوي يونکس او جديد ترين نيويګيشن نظام نه لېس دې، او اوږدې فاصلې پورې خپل هدف درستګۍ سره په نښه کولو مکمل صلاحيت لري، آئي ايس پي آر مطابق صدر مملکت، وزيراعظم، فيلډ مارشل او سروسز چيفس په دغه ميزائل تجربه د اطمينان اظهار کړې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې له لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې په مقامي توګه تيار کړې شوې فتح فور کروز ميزائل توسيعي ورژن کاميابه تجربه شوېده ۔
فتح فور کروز ميزائل توسيعي ورژن جديد ايوي يونکس او شاندار نيوي ګيشن معاونت نه ليس دې او انتهائي درستګۍ سره اوږدې فاصلې باندې موجود اهداف په نښه کولو صلاحيت لري ۔
ترجمان پاک فوج مخکښې وئيلي دي چې د تجربے دوران د ميزائل مختلف ذيلي نظامونو اضافې تکنيکي پيمانو هم توثيق کړې شوې دې ۔
آئي ايس پي آر ترمخه فتح فور توسيعي ورژن کاميابه تجربه د پاکستان دفاعي او تکنيکي صلاحيتونو کښې مهم پرمختګ دې، د پاک فوج سينئر افسرانو، سائنسدانانو او انجينئرز د ميزائل تجربے مشاهده کړېده ۔
آئي ايس پي آر دا هم وئيلي دي چې صدر مملکت، وزيراعظم، فيلډ مارشل او سروسز چيفس د ميزائل په کاميابه تجربه د اطمينان څرګندونه کړې ده ۔

