انټرنيشنل کرکټ کونسل راتلونکي کال دوران شيډول د کرکټ ورلډ کپ شيډول اعلان کړې، پاکستان او بهارت دا ځل هم د ايونټ په يو ګروپ کښې شامل کړې شوي، او دواړو ټيمونو ترمينځ به د ميګا ايونټ تر ټولو اهم ميچ په لسم اکتوبر لوبيږي ۔
د کرکټ مينه والو د انتظار ساعتونه ختم شوي، او آئي سي سي د مينز يو ورځني ورلډ کپ کرکټ ټورنامنټ دوه زره اووۀ ويشتم د شيډول اعلان کړېدې ۔
د آئي سي سي له لوري جاري شوې شيډول مطابق پاکستان او بهارت دا ځل هم د ايونټ په يو ګروپ کښې شامل کړې شوي، او دواړو ټيمونو ترمينځ به د ميګا ايونټ تر ټولو اهم ميچ په لسم اکتوبر لوبيږي ۔
پاکستان او بهارت د ميګا ايونټ ګروپ کښې شامل کړې شوي، چې پکښې افغانستان، آسټريليا ، کوربا ټيم زمبابوے او کوليفائر اے ټيم هم شامل دي ۔
شيډول ترمخه د ايونټ ګروپ بي کښې نيوزي لينډ، انګلينډ، جنوبي افريقه، سري لنکا، بنګله ديش او کوليفائر بي ټيم شامل دي، ايونټ به راتلونکي کال کښې دوئم اکتوبر باندې شروع کيږي ۔
آئي سي سي مطابق ميګا ايونټ به يويشتم نومبر پورې جاري وي، د پاکستان او بهارت ترمينځ اهم ترين ميچ به په لسم اکتوبر لوبيږي، ټورنامنټ جنوبي افريقه، زمبابوے او نيبميبيا کښې شيډول دې ۔

