صدر مملکت آصف زرداري سره وزيراعظم شهبازشريف اهم ملاقات کړې، ملاقات وروستو جاري شوې ، اعلاميې مطابق دواړو مشرانو خېبر پښتونخوا کښې د سيکيورټي په صورتحال تشويش څرګندکړې ، اعلاميې ترمخه تحريک انصاف سره مذاکرات لپاره مشترکه کميټي جوړه کړې شوې، کميټې کښې محسن نقوي،رانا ثناالله، امير مقام، شيري رحمان شامل دي، نويد قمر او اعجاز جاکهراني هم د مشترکه کميټي برخه دي، کميټي به د پي ټي آئي مشرانو سره موجوده سياسي په صورتحال مذاکرات کوي ۔
اسلام آباد: ايوان صدر لخوا جاري شوې اعلاميه کښې وئيلي شوي دي چې د صدر مملکت او وزيراعظم شهبازشريف ترمينځ ملاقات کښې د ملک مجموعي سياسي او سيکيورټي په صورت حال تبادله خيال شوې ۔
اعلاميې مطابق دواړو مشرانو خېبر پښتونخوا کښې د سيکيورټي په صورتحال تشويش څرګندکړې ، او تحريک انصاف سره مذاکرات لپاره ئې مشترکه سياسي کميټي جوړه کړې ده ۔
اعلاميې ترمخه کميټۍ کښې داخله وزير محسن نقوي،رانا ثناالله، امير مقام، شيري رحمان، نويد قمر او اعجاز جاکهراني شامل دي، دغه کميټي به د پي ټي آئي مشرانو سره موجوده سياسي په صورتحال مذاکرات کوي او دغه کميټي سبا د تحريک انصاف مشرانو سره ملاقات هم کوي ۔
اعلاميه کښې دا هم وئيلي شوي چې ملاقات کښې د ترهه ګرۍ خلاف قامي عزم نور مضبوطولو او ملک کښې امن و امان او استحکام لپاره ټولو ادارو ترمينح مؤثر مرستو په ضرورت زور هم راوړې شويدې ۔

