د پي ټي آئي د لانګ مارچ معامله، وفاقي حکومت د لانګ مارچ د مخنیوی لپاره ایم ون موټر وے او د جي ټي روډ مهمې لارې بندې کړيدي، صوابۍ په مقام هم د روډ په دواړو غاړو کنټينرې ايښودي شوي او موټر وے مکمل بند ده،لارې بنديدو لوجې اولس ته د ملک نورو علاقو ته تګ راتګ کښې مشکلات رامخې ته دي ۔
د تحريک انصاف لانګ مارچ په وړاندې حکومت سخت اقدامات پورتا کړې، موټر ويز او هائي ويز په مختلف مقاماتو د ټريفک لپاره بند کړې شويدي، چې ورسره د عام اولس په مشکلاتو کښې نوره هم اضافه شويده ۔
موټر وے ايم ون د اسلام آباد ټول پلازي نه تر چهچ انټر چينج پورې تړلې شويدې، موټر وے ايم ون اسلام آباد ټول پلازه، فتح جنګ ترنول، سنګجاني، ترنول، برهان او غازي په مقام هم بند کړې شوې ۔
دغه رنګ موټر وے ايم فورټين د هکله نه تر کنډل انټر چينج پورې بند کړې شوې ۔
بلخوا جي ټي روډ اين فائيو د اټک خورد پۀ مقام دوانړه اړخونو لپاره بند کړې شويدې، د موټر وے او هائي ويز بنديدو لوجې د اولس په مشکلاتو کښې نوره هم اضافه شويده ۔

