خېبر پښتونخوا کابينې پوليس ايکټ کښې د ترميم منظوري ورکړې، ايکټ مطابق د پوليس پاليسي بورډ سربراه به وزيراعلیٰ وي، ايکټ کښې آئي جي پشمول د پوليس افسرانو تقررۍ او تبادلو اختيار وزيراعلیٰ ته ورکړې شويدې، بلخوا د خېبر پښتونخوا وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي دي چې په ساده جامو کښې پټ مخي وسله وال دزمونږ د پارټۍ کارکنان، وزیران او منتخب نمائندګان په نښه کوي او خېبر پښتونخوا د نور پاکستان نه د جدا کولو هڅې شروع دي ۔
پيښور: وزيراعلیٰ سهيل آفريدي مشرۍ کښې د خېبر پښتونخوا کابينې اهمه غونډۀ شوې چې پکښې اهمې فيصلې شوي دي ۔
غونډې نه پس ميډيا بريفنګ کښې وزير اطلاعات شفيع جان اووئيل چې خېبر پښتونخوا کابينې پوليس ايکټ کښې د ترميم منظوري ورکړې ۔
ايکټ مطابق د پوليس پاليسي بورډ سربراه به وزيراعلیٰ وي، ايکټ کښې آئي جي پشمول د پوليس افسرانو تقررۍ او تبادلو اختيار وزيراعلیٰ ته ورکړې شويدې ۔
ايکټ ترمخه وزيراعلیٰ به څه وخت هم د آئي جي خدمات واپس کولو اختيار لري، ايکټ ترمخه د پوليس ټريننګ سکولز سربراه تعيناتۍ اختيار به آئي جي سره وي ۔
د ايکټ متن ترمخه صوبه کښې موجود ټول ډي آر سيز تحليل کړې شوي، او دې لړ کښې به ډي آر سيز د نوې رولز مطابق جوړولې شي ۔
بلخوا کابينې ګونډې ته وينا کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي دي چې په ساده جامو کښې پټ مخي وسله وال دزمونږ د پارټۍ کارکنان، وزیران او منتخب نمائندګان په نښه کوي او خېبر پښتونخوا د نور پاکستان نه د جدا کولو هڅې شروع دي ، کومه چې ډيره د تشويش وړ خبره ده ۔
کابينې اجلاس ته وينا کښې وزيراعلیٰ سهيل آفريدي په بيوروکریسي، پولیس،ډي سيز او ډي پي اوز غږ کړې چې هغوي دې د غير قانوني حکم منلو څخه ډډه اوکړي ۔

