د ايشين کرکټ کونسل انتخاباتو کښې د پاکستان حمايت يافته پينل د بهارت حمايت يافته پينل ته شکست ورکړې دې، اليکشن کښې د پاکستان حمايت يافته پينلز درې اميدواران کامياب شوى
بنکاک کښې شوې ايشين کرکټ کونسل سالانه جنرل غونډه کښې اے سى سى بورډ کښې ډائريکټرز د درې نشستونو انتخابات شوي ، چې پکښې پاکستان او بهارت حمايت يافته پينلز يو ته مخامخ وو ۔
ذرائعو وينا ده چې سختې مقابلې نه پس د پاکستان حمايت يافته درې اميدواران کامياب شوي او بهارت حمايت يافته پينل بائللې دې ۔
د ايشين کرټ کونسل صدر اور پي سي بي چيئرمين محسن نقوى قيادت کښې د پاکستان حمايت يافته پينل کښې قطر ، سنګاپور او مالديپ نمائندګان شامل وو کومو چې کاميابى ترلاسه کړې ده ۔
ياده دې وي چې اے سى سى قيام نه پس دا وړومبى موقع وه چې د پاکستان حمايت يافته پينل درې واړه نشستونه ترلاسه کړې ۔

