ايف آئى ايچ هاکي ورلډکپ کلاسفيکيشن ميچ کښې پاکستان درې مقابله کښې څلور ګولونو سره جاپان ته شکست ورکړې، او شپاړس کاله پس ئې ورلډ کپ کښې ميچ ګټلې دې ۔
نيدرلينډ کښې جاري هاکي ورلډ کپ کښې پاکستان د درې په مقابله کښې څلور ګولز سره جاپان ته ماتې ورکړې او شپاړس کاله پس ئې ميګا ايونټ کښې ميچ ګټلې دې ۔
دې نه وړاندې پاکستان هاکي ټيم دوه زره لسم کښې هاکي ورلډکپ کښې سپين ته په يو مقابله کښې دوه ګولونو سره ماتې ورکړې وه ۔
پاکستان دوه زره څوارلسم کښې ورلډکپ دوران کواليفائي نۀ وو کړې ، دوه زره اتلسم کښې هاکي ورلډکپ کښې پاکستانى ټيم يو ميچ هم نۀ وو ګټلې ۔
جاپان خلاف ميچ کښې پاکستان لطرفه رانا وحيد دوه ، حنان شاهد او حماد يو يو ګول کړې ، پاکستان د مخالف ټيم جاپان خلاف درې ګولونو په مقابله کښې څلور ګولونه کړي او ميچ ئې ګټلې دې ۔

