د اپوزيشن جماعتونومشرانو د باني پي ټي آئي هسپتال ته منتقلۍ په اړه د سپريم کورټ فيصله ستائلې ده، پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر وائي چې د باني په صحت به سياست نه کوؤ، کۀ په فيصله عمل درآمد اوشي نو حکومت سره به خبره مخکښې بوځو،سلمان اکرام راجه سپريم کورټ فيصله د اميد رڼا ګرځولې، محمود اچکزئي مطابق هر قيدي ته جائز او قانوني حق ميلاويدل پکار دې، بلخوا مولانا فضل الرحمان وئيلي چې باني هسپتال ته منتقل کولو فيصله مخکښې کول پکار وو ۔
د سپريم کورټ فيصلې نه پس ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي چيئرمين بيرسټر ګوهر اووئيل چې وخت ثابيته کړې چې سياسي هتکنډو سره څوک مائنس کيدي نۀ شې ، مونږ هم څوک په سياسي توګه مائنس کولو په حق کښي نۀ يو، عدالتي احکامات باندې عملدرآمد کولو سره به ملک کښې سياسي درجه حرارت کښې هم کمې راشي ۔
بيرسټر ګوهر اووئيل چې مونږ به باني پي ټي آئي په صحت کله سياست نه کوؤ، د باني پي ټي آئي صحت مسئله ټولو نه اهمه ده، حکومت ته به مذاکرات وړاندې تلل وي، سياسي اختلافات د خبرو اترو د لارې حل کول پکار دي، داسې هيڅ بيان بازي نۀ ده پکار، کوم سره چې سياسي درجه حرارت زياتيږي ۔
په دې موقع د پي ټي آئي سيکريټري جنرل سلمان اکرم راجه اووئيل چې عدالت ته يقين دهاني ورکړې شوې چې د باني معائنې پس به ميډيکل رپورټ د هغه کورنې پورې محدود وي، په ميډيکل رپورټ به هيڅ سياست نه کوؤ ۔
قامي اسمبلۍ کښې اپوزيشن ليډر محمود خان اچکزئي وئيلي چې سياسي مشرانو يوبل سره ملاقاتونه او مذاکرات کيږي، پاکستان مسئلو کښې راګير شوې، هر قيدي ته د هغۀ جائز او قانوني حق ميلاويدل پکار دې، کۀ سنګين نه سنګين مجرم هم وي نو بيا د هغۀ علاج کول د هغۀ حق دې ۔
بلخوا د جميعت علمائے اسلام امير مولانا فضل الرحمان خپل ردعمل کښې اووئيل چې د باني پي ټي آئي هسپتال ته منتقلۍ په اړه دد سپريم کورټ فيصله ښۀ ده، دا ډيره مخکښې کول پکار وو ۔

