د قامي ټيسټ ټيم کپتان بابراعظم انجري لوجې د پاکستان او انګلينډ ترمينځ اولنې ټيسټ ميچ نه بهر شوې، هيډ کوچ سرفراز احمد تصديق کړې چې د بابراعظم غير موجودګۍ کښې به سلمان علي آغا اولني ټيسټ ميچ کښې کپتاني کوي، دواړو ټيمونو ترمينځ به اولنې ټيسټ ميچ سبا نه ليډر کرکټ ګراؤنډ کښې شروع کيږي ، دې لپاره قامي ټيم زبردست پريکټس هم کړې ۔
کپتان بابراعظم د انګلينډ خلاف سبا نه ليډز کرکټ ګراؤنډ کښې شروع کيدونکي اولني ټيسټ ميچ نه د انجري لوجې بهر شويدې ۔
د قامي ټيم هيډ کوچ سرفراز احمد تصديق کړې چې د بابراعظم غير موجودګۍ کښې به سلمان علي آغا انګلينډ خلاف اولني ټيسټ ميچ کښې د قامي ټيسټ ميچ کپتاني کوي ۔
سرفراز احمد اووئيل چې شان مسعود اولني ټيسټ لپاره مکمل فټ شوې او ميچ کښې به برخه اخلي ۔
ډاکټرانو لخوا بابراعظم ته د مکمل آرام مشوره ورکړې شوې، بابراعظم ليډز کښې پريکټس دوران برخه هم نۀ ده اخستې ۔
دواړو ټيمونو ترمينځ اولنې ټيسټ ميچ به سبا نه ليډز کرکټ ګراؤنډ کښې پاکستاني وخت مطابق ماسپخين درې بجې شروع کيږي ۔
ميچ لپاره د قامي ټيم لوبغاړو ليډر ګراؤنډ کښې د بولنګ، بيټنګ او فيلډنګ پريکټس هم کړې ۔

