د پاکستان په دوره راغلې ناروے خارجه وزير ايسپن بارت ايډے د جي ايچ کيو دوره کړې، آئي ايس پي آر مطابق ناروے خارجه وزير د فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره ملاقات کړې چې پکښې شريکې دلچسپۍ، علاقائي سيکيورټي او دوه اړخيزه تعلقات باندې تبادله خيال کړې، فيلډ مارشل د عالمي امن او علاقائي استحکام باندې د پاکستان موقف په ډاګه کړې، ناروے خارجه وزير د علاقائي امن او استحکام لپاره د پاک فوج کردار تعريف کړې ۔
د پاک فوج اطلاعاتو شعبې لي لوري جاري بيان کښې وئيلي شوي چې د ناروے خارجه وزير ايسپن بارت ايډے جي ايچ کيو کښې فيلډ مارشل سيد عاصم منير سره ملاقات کړېدې، ملاقات کښې باهمي دلچسپې، علاقائي سيکيورټي او دواړه خيزه تعلقات باندې تبادله خيال شوېدې، فيلډ مارشل د عالمي امن او استحکام باندې د پاکستان موقف په ډاګه کړېدې ۔
آئي ايس پي آر بيان مطابق ملاقات دوران مشترکه سيکيورټي چيلنجونو مخنيوې لپاره تعاون او مشترکه کوششونو په ضرورت زور ورکړې شوېدې، ناروے خارجه وزير د علاقائي امن او استحکام لپاره د پاک فوج کردار تعريف کړېدې ۔
آئي ايس پي آر زياته کړې چې پاکستان او ناروے دفاعي و سيکيورټي شعبو پشمول باهمي تعاون سيوا کولو عزم اعاده کړېدۀ، دواړو ملکونو دواړه خيزه تعلقات نور مضبوطولو عزم اظهار کړېدې ۔

