کوز جنوبي وزیرستان کښې نامعلومو وسله والو په ډزو دوه ځائي مشران قتل شويدي، وژلي شوي کسان ملک بادشاه او حاجي ګل په ګاډي کښې روان وو چې نامعلومو وسله والو پرې حمله کړې دواړو ئې په موقع وژلي دي ، ځائي خلقو سيمه کښې ټارګټ کلنګ فوري ختمولو غوښتنه کړېده۔
کوز جنوبي وزيرستان: تحصيل توئې خُله ذرمیلن سيمه کښې نامعلومه وسله والو ناترڅه ډزې کړې، چې پکښې دوه ځائي مشران قتل شوي دي ۔
ډزو کښې مړۀ شوي کسانو شناخت ملک بادشاه او حاجي ګل د سلیمان خیل قوم سره تعلق لرلو او د علاقې نامتو مشران ګنڼرلې کيدل ۔
دواړو مشرانو په وژنه د علاقې خلقو د سخت خفګان اظهار کړې او د حکومت نه ئې په پيښه ککړ کسانو خلاف ژر تر ژره کاروائي کولو مطالبه کړيده ۔

