لکي مروت کښې د عزم استحکام ويژن تحت د سکيورټي فورسز انټيلي جنس بيسډ آپريشن جاري دي، کارروائيانو کښې د فتنه الخوارج خلاف مهمې کاميابۍ ترلاسه شوې ، سکيورټي سرچينو مطابق د ترهګرو ټهکانې او يو شمير ترهه ګر خپل انجام ته رسولي شوي، خيبرپښتونخوا کښې به د پائيدار امن قيام او ترهه ګرو مکمل خاتمې پورې عمليات جاري وي ۔
سکيورټې ذرائع وئيلي دي چې لکي مروت کښې په خفيه اطلاع شوي عملياتو دوران د ترهه ګرو ټهکانې په نښۀ کړې شوي او يو شمير ترهه ګر وژلي شوي ۔
ذرائعو ترمخه سيکيورټي فورسز کاروائيانو نه پس د وژلي شوي ترهه ګرو قبضې نه په لوئې مقدار کښې وسله، ګوله بارود او ترهه ګرۍ وارداتونو خښې استعماليدونکې نور سامان هم ترلاسه شويدې ۔
سکيورټې سرچينو زياته کړې چې د آپريشن پرمهال د فتنه الخوارج سره تعلق لرونکې يو شمير ترهه ګرو ژوبل کيدو اطلاعات هم موصول شوي دي ۔
ذرائعو زياته کړې چې عملياتو پرمهال د اولس جان و مال تحفظ يقيني جوړولو خصوصې خيال ساتلي شوې ،او ډير مهارت سره آپريشن کړې شويدې ۔
خيبرپښتونخوا کښې د پائيدار امن قيام او ترهه ګرو مکمل خاتمې پورې به د عزم استحکام ويژن لاندې دغه شان انټيلي جنس بيسډ آپريشنز جاري ساتلې شي ۔

