داخله وزير محسن نقوي د پيښور دوره کړې، په دې موقع د خېبر پښتونخوا امن په حواله اهم اجلاس شوې چې پکښې آئي جي ذوالفقار حميد او چيف سيکريټري صوبه کښې سيکيورټي صورتحال په حواله وفاقي وزير ته بريفنګ ورکړې دې، ذرائعو وئيلي چې غونډه کښې د صوبې امن په ځائې کيدو لپاره اهمې فيصلې شويدي ۔
پيښور: وفاقي وزير داخله محسن نقوي د پيښور دورې پر مهال د مهمې غونډې مشري کړي، چې پکښې چيف سيکرټري سيد شهاب علي شاه او ائي جي پوليس ذوالفقارحميد پشمول نور متعلقه چارواکو ګډون کړېدې ۔
غونډې پر مهال د خېبر پښتونخؤا چيف سيکريټري او آئي جي پويس د صوبې امن و امان خراب حالاتو باندې وفاقي داخله وزير ته تفصيلي بريفنګ ورکړې دې ۔
په دې موقع وزيرداخله محسن نقوي، د پښتونخوا پوليس مشر ائي جي ،چيف سيکرټري او نورو متعلقه افسرانو د صوبې د موجوده امن وامان مجموعي صورتحال جاج اخستې او په دې لړ کښې ئې د يو شمير اقداماتو کولو فيصله کړيده ۔

