وزيراعلیٰ سهيل آفريدي وئيلي دي چې تير اتۀ اوويا کالو راهسې خېبر پښتونخوا سره زياتې روان دې، خېبر پښتونخوا د ترهه ګرۍ ښکار صوبه ده،ترهه ګرۍ لوجې په معاشي او اقتصادي توګه زمونږ صوبه ډيره کمزورې شوې هم ده، نشتر هال پيښور کښې د پي ټي آئي ورکرز کنونشن ته وينا کښې سهيل آفريدي وئيلي چې سيکيورټي اهلکارانو پشمول اتيا زره کسانو قربانې ورکړي او نن ئې هم حوصلې اوچتې دي ۔
پيښور نشتر هال کښې د پي ټي آئي ټريډرز ونګ کنونشن ته د خطاب په وخت دخېبر پښتونخوا وزيراعلی محمد سهيل آفريدي وئيلي دي چې د دې صوبې خلق ميړنې قوم دې، د سيکورټي فورسز او پوليس پشمول ئې اتيا زره پورې قربانۍ ورکړي او بيا ئې هم حوصله نۀ ده بائيلې ۔
وزيراعلیٰ زياته کړې ملک بحران نه ويستلو کښې باني پي ټۍآئي کردار ادا کولې شي، دا د شهباز شريف کار نۀ دےې چې د ملک معاشي نظام په قابو کښې راولي نو ځکه پاکستان ته د داسي مشرانو ضرورت دے چې ملک ديواليه کيدو نه بچ کړي ۔
وزيراعلیٰ خېبر پښتونخوا مخکښې وئيلي دي چې د کشمير اولس هم د ظلم او جبر ښکار دې او اوس ضرورت د دې خبرې دې چې د کشميري اولس حقونو لپاره په شريکه آواز پورته کړې شي ۔

