اين ډي ايم اے ټول ملک کښې اوسني بارانونودوران د ځاني زيان رپورټ جاري کړې، رپورټ مطابق شپږ ويشم جون نه يکم اګست پورې ټول ملک کښې مختلفو پيښو دوران يو سل ،شپږ ويشت کسان پحق رسيدلي، او څلورسوه،څلور ژوبل شوي،رپورټ ترمخه ټولو نه زيات خېبرپښتونخوا کښې پنځه پنځوس کسان پحق رسيدلي، چې پکښې شپږ ويشت ماشومان هم شامل دي ۔
اسلام آباد: نيشنل ډيزاسټر مينجمنټ اتهارټي د اوسني بارانونو په حواله جاري شوې رپورټ کښې وئيلي چې شپږويشتم جون نه تر يکم اګست پورې ټول ملک کښې د بارانونو لوجې مختلفو پيښو کښې يوسل شپږويشت کسان پحق رسېدلې او څلور سوه څلور ژوبل شويدي ۔
اين ډي ايم اے رپورټ ترمخه خېبرپښتونخوا کښې تر ټولو زيات پينځه پنځوس کسان پحق رسيدلي دي چې پکښې شپږويشت ماشومان هم شامل دي ۔
رپورټ ترمخه پنجاب کښې اوو څلويښت کسان پحق رسيدلي دې، نورلس ماشومان شامل دي، ولې اته شپيته ماشومانو پشمول دوه سوه پينځه نوي کسان ژوبل شويدي،سندھ کښې پينځه، بلوچستان کښې اتۀ کسان پحق رسيدلي دي ۔
اين ډي ايم اے وائي چې پنجاب کښې بارانونو نه متاثره شوؤ کسانو لپاره پينځه اوويا ريليف کيمپونه قائم کړې شويدي، ولې د ګرمې شدت مخنيوي لپاره دري سوه درې ديرش هيټ ويو کيمپونه هم لګولي شويدي، چيرته چې دوه ويشت سوه درې کسانو ته سهوليات فراهم کړې شويدي ۔

